DiplomacyKabulافغانستاندری

د اریانا افغان هوايي شرکت یوه ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته راورسېده — Pajhwok

در حال تکمیلDiplomacyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-21 07:52:03🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۵): د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د اریانا افغان هوايي شرکت یوه ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته رارسېدلې ده چې د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره به ترې کار واخیستل شي. د امارتي شرکتونو لوی ریاست پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې دغه«B737-300» کارګو الوتکه نن د کابل نړۍوال هوايي ډګر ته رارسېدلې ده. سرچینه زیاتوي چې دغه الوتکه په یوه سفر کې د شاوخوا ۱۷ ټنه سوداګریزو توکو د لېږد ظرفیت لري او د اریانا افغان هوايي شرکت د اماراتو له «ایر چارټر اکسپرېس» شرکت سره د یوه کال لپاره رسمي تړون لاسلیک کړی دی. د سرچینې په خبره، د یادې کارګو الوتکې له لارې به ملي سوداګرو ته زمینه برابره شي چې خپل افغاني محصولات او تولیدات پر وخت، په ټیټ لګښت، خوندي، منظم او چټک تر نړۍوالو بازارونو ولېږدوي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-21 07:52:03

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د اریانا افغان هوايي شرکت یوه ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-21 12:17:58

د اریانا افغان هوايي شرکت یوه ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button