Economyافغانستاندری

د بشري مرستو د عملي چارو شبکه: افغان راستنېدونکي د بنسټیزو خدمتونو له… — AF International

در حال تکمیلEconomy1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-21 08:06:56🎙 رادیو را بشنوید

د بشري مرستو د عملي چارو شبکې (Humanitarian Practice Network) په یوه راپور کې ویلي، چې له پاکستان او ایران نه د سلګونه زره افغان کډوالو جبري ستنولو په افغانستان کې د بشري ناورین کچه او پېچلتیا پراخه کړې ده او دغه راستنېدونکي مناسبه سرپناه او بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. امريکايي رسنۍ «میډیا لاين» د شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) په يوه تحليلي راپور کې پر افغان کډوالو د ايران د بحران اغېزې او بېرته افغانستان ته د هغوی د جبري ستنېدو پایلې ارزولې دي. د دې راپور له‌مخې، په ايران کې د جګړې خطر، د بې‌ساري اقتصادي فشارونو زیاتوالی او د ژوند د لګښتونو لوړېدل د دې لامل شوي، چې سلګونه زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ د نړيوال سازمان (IOM) د نويو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اګسټ تر ۲۹مې پورې لږ تر لږه ۴۸۴ زره او ۸۰۰ افغان کډوال له ايران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. که څه هم په دې لړ کې د ۴۰۴ زره او ۴۰۰ کسانو راستنېدل په جبري توګه ثبت شوي، خو په خپله خوښه د ستنېدو يوه نوې څپه هم پیل شوې ده. د دې نوي تمایل اصلي لامل په ايران کې د ژوند د لوړو لګښتونو نه…

اطلاعات کوتاه

موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-21 08:06:56

خط زمانی

  1. AF International

    د بشري مرستو د عملي چارو شبکه: افغان راستنېدونکي د بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخ دي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-21 06:03:21

د بشري مرستو د عملي چارو شبکه: افغان راستنېدونکي د بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخ دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button