Englishافغانستانامنیت

حسیني:د فقهې آسان‌ګیري باید د شریعت او وخت له اړتیاوو سره سم وي

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-09-21 09:52:27🎙 Listen to radio

زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي سلاکار سید روح‌الله حسيني وايي، په اسلامي فقه کې آسان‌ګیري باید د شریعت د اصولو، شرایطو او د وخت او ځای د اړتیاوو په پام کې نیولو سره وشي. حسيني دا څرګندونې د «فقه آسان‌ګیرۍ» په نوم د برهان محق د کتاب د نقد او ارزونې په یوه انلاین ناسته کې کړې دي. هغه وايي، آسان‌ګیري په دې معنا نه ده چې دیني احکام له منځه یوړل شي، بلکې باید د شرعي اصولو پر بنسټ، د وخت او شرایطو په پام کې نیولو سره تبیین شي. د حسيني په وینا، د دیني او فقهي مسایلو په اړه علمي بحثونه کولی شي د دې موضوعاتو د لا ژورې مطالعې زمینه برابره کړي. نوموړی وايي، په دې ډول ناستو کې د اسلامي فقهې بېلابېل اړخونه څېړل کېږي او هڅه کېږي چې د معاصرې ټولنې د اړتیاوو او نویو مسئلو لپاره د فقهې د موجودو ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې لارې وموندل شي. د ایران فرهنګي سلاکار همداراز ټینګار وکړ چې فقهي اختلافات باید د مسلمانانو ترمنځ په ټولنیزو اختلافاتو او دښمنۍ بدل نه شي. د هغه په وینا، د اسلامي مذاهبو د عالمانو ترمنځ علمي خبرې اترې کولی شي د مسلمانانو ترمنځ د تفاهم، ګډ ژوند او وحدت په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-21 09:52:27

Timeline

  1. Parstoday

    حسیني:د فقهې آسان‌ګیري باید د شریعت او وخت له اړتیاوو سره سم وي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-21 09:41:38

حسیني:د فقهې آسان‌ګیري باید د شریعت او وخت له اړتیاوو سره سم وي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button