Economyافغانستانبلخدری

ایران د افغانستان د سیلوګانو د بیارغونې او جوړولو په برخه کې د همکارۍ لپاره چمتووالی وښود

در حال تکمیلEconomyبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-21 09:58:01🎙 رادیو را بشنوید

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د امارتي شرکتونو مسولين وايي چې ايران د افغانستان د سیلوګانو د بیارغونې او د اړتیا په صورت کې د نویو سیلوګانو د جوړولو په برخه کې د همکاري ژمنه کړې ده. د ایران د کرنې وزیر غلام‌رضا نوري دا څرګندونې په تهران کې د افغانستان د امارتي شرکتونو له عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال سره د لیدنې پر مهال کړې دي. د امارتي شرکتونو رياست وياند محمد نبي بهار وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د کرنې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د تجربو پر شریکولو او د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي. په دغه ليدنه کې د ایران د کرنې وزير ویلي، هېواد یې چمتو دی چې افغانستان ته کرنیز وسایل او ماشینونه، اصلاح شوي تخمونه، د چرګانو دانه او یو ورځني چرګوړي برابر کړي. بلخوا، مولوي احمدجان بلال د ګډو همکاریو پر عملي کولو، د افغانستان د کرنیز سکټور پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. چارواکي وايي چې مولوي احمدجان بلال به په دغه سفر کې د ایران هېواد د بېلابېلو پراختیايي او اقتصادي ادارو له چارواکو او مسؤولینو سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه خپلو لیدنو ته دوام ورکړي. د يادونې وړ ده چي د…

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-21 09:58:01

خط زمانی

  1. Parstoday

    ایران د افغانستان د سیلوګانو د بیارغونې او جوړولو په برخه کې د همکارۍ لپاره چمتووالی وښود

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-09-21 09:50:15

ایران د افغانستان د سیلوګانو د بیارغونې او جوړولو په برخه کې د همکارۍ لپاره چمتووالی وښود

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button