Politicsافغانستانبلخپښتو

پر رسنیو د څار رئیس؛ اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو ملاتړی دی — Bakhtar

روان خبرPoliticsبلخ1 سرچینېتازه شوی: 2026-06-30 11:59:40🎙 راډیو واورئ

Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر رسنیو د څار رئیس مولوي صفي رائد په پروان ولایت کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو، کتاب پلورونکو او د مطبعو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه. پر رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله راید باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې له دې ناستې موخه د رسنیو، خبریالانو، کتاب پلورنکو او مطبعو د شته ستونزو ارزول دي او په خبره یې، یاد وزارت د رسنیو پوره ملاتړی دی.په دغه غونډه کې د رسنیو مسوولين هڅول شوي، چې د نظام په استحکام او عامه اذهانو په تنوير کې خپل رسالت ادا کړي.بلخوا په پروان کې د رسنیو مسوولینو، خبریالانو، کتاب پلورونکو او د مطبعو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مسوولینو سره شریک کړي او د حل په برخه کې یې ډاډ ورکړل شوی دی.

لنډ معلومات

ځایبلخ
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-06-30 11:59:40

مهالوېش

  1. Bakhtar

    پر رسنیو د څار رئیس؛ اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو ملاتړی دی

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-06-30 10:19:18

پر رسنیو د څار رئیس؛ اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو ملاتړی دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button