KabulSportsافغانستانپښتو

افغان سوک‌وهونکي اسیایي المپیکي سیالیو کې له کوریایي سیاله ماته وخوړه — Pajhwok

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-21 10:28:43🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د سوک‌وهنې افغان ورزشکار محمدابراهیم فروتن په شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالیو کې د سوېلي کوریا له سیاله ماتې وخوړه. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې فروتن په ۷۰ کیلوګرامه وزن کې ۱ ـ ۴ میدانونو په توپیر د سوېلي کوریا له سیال څخه ماتې وخوړه. سرچینه زیاتوي، په دغو سیالیو کې د سوک‌وهنې درې‌کسیزې لوبډلې ګډون کړې دی. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په ۴۱ ورزشي رشتو کې د سپټمبر په ۱۹مه د جاپان په ایچي-ناګویا ښار کې پیل شوې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-09-21 10:28:43

مهالوېش

  1. Pajhwok

    افغان سوک‌وهونکي اسیایي المپیکي سیالیو کې له کوریایي سیاله ماته وخوړه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-21 14:56:20

افغان سوک‌وهونکي اسیایي المپیکي سیالیو کې له کوریایي سیاله ماته وخوړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button