Economyافغانستانپنجشېردری

پنجشېر کې د لومړي ځل لپاره د ګرین ګارنېټ قیمتي ډبرې وپلورل شوې — Bakhtar

در حال تکمیلEconomyپنجشېر1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-06-30 11:59:41🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د پنجشېر ولایت ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ګرین ګارنېټ قیمتي ډبرو ۱۳ بېلګې د بولۍ له لارې وپلورل شوې. د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې په نننۍ داوطلبۍ کې ۳ زره ۲۹۷ قیراطه تازه استخراج شوي زمرد د ۱۹۸ زره ۳۷۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو وپلورل شول.د نوموړي په وینا، د لومړي ځل لپاره د ګرین ګارنېټ قیمتي ډبرو ۱۳ بېلګې هم د ۲۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شوې.د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي محمد قاسم امیري وویل، چې دا داوطلبۍ د کانونو د ساتنې کمېټې د غړو په حضور کې ترسره شوه او د اسلامي امارت د نوي حکم له مخې د ۶۶ ډوله منرالونو، قیمتي او نیمه‌ قیمتي ډبرو د استخراج جوازونو د وېش لړۍ هم پیل شوې، چې د پانګونې، سوداګرۍ او کاري فرصتونو د پراختیا لپاره به زمینه برابره کړي.د یادونې وړ ده، چې د مسوولینو په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې د پنجشېر د زمردو، بېروج، سپینو زرو او ګرین ګارنېټ کانونو له لارې شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې او سلګونو ځوانانو د قیمتي ډبرو سوداګرۍ ته مخه کړې ده.

اطلاعات کوتاه

مکانپنجشېر
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-06-30 11:59:41

خط زمانی

  1. Bakhtar

    پنجشېر کې د لومړي ځل لپاره د ګرین ګارنېټ قیمتي ډبرې وپلورل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-06-30 09:34:29

پنجشېر کې د لومړي ځل لپاره د ګرین ګارنېټ قیمتي ډبرې وپلورل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button