Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي اثارو عمومي ریاست اړوند د ځوانانو چارو رياست تر چتر لاندې او د بېلابېلو کورنيو او بهرنيو مؤسسو د مسئولينو او استازو ترمنځ، د همغږۍ غونډه نن په دغه وزارت کې ترسره شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پيل کې د ځوانانو چارو رئیس مولوي سيد محمد داؤد هاشمي، ځوانان د ټولنې مهم قشر او د ملا تير وباله او ټینګار یې وکړ چې د اصلاح او روزنې په برخه کې باید د افغانستان له ځوانانو څخه هر اړخیز ملاتړ وشي.هغه د ظرفيت لوړولو، د حرفې زده کړې، روزنې او د اړتيا وړ نورو برخو کې د افغان ځوانانو لاسنيوی، د ټولو ګډ مسئولیت ياد کړ او په افغانستان کې یې له فعالو کورنيو او بهرنيو مؤسسو او بنسټونو څخه وغوښتل چې د ځوانانو په برخه کې خپل پروګرامونه او پروژې افغانستان شموله کړي او د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د هغوی د اصلاح او روزنې لپاره اساسي مرکزونه جوړ کړي.مولوي هاشمي وویل چې مؤسسې باید خپلې چارې د ځوانانو چارو ریاست په تفاهم او همغږۍ ترسره کړي؛ څو په کارونو کې چټکتیا او روڼتیا رامنځته شي. وروسته، د کورنيو او بهرنيو مؤسسو او بنسټونو استازو په خپل وار سره، په ټولنه کې د ځوانانو د اهميت او د هېواد په پرمختګ کې د هغوی د رول په اړه خبرې وکړې او د ځوانانو د اصلاح، روزنې او پرمختګ لپاره يې خپلې غوښتنې، وړانديزونه او مشورې شريکې کړې او د ځوانانو اړوند خپلو پروژو د تطبيق په برخه کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.هغوی دغه راز د ځوانانو په برخه کې د خپلو ترسره شویو فعاليتونو، پروګرامونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې يې د خپلو همکاريو د دوام ژمنه يې وکړه.همدا رنګه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د یادو مؤسسو د استازو د خبرو، وړانديزونو او غوښتنو په اورېدو سره، د ځوانانو د ځواکمنتیا لپاره د هغوی کړنې وستایلې او د فعالیت ساحې د پراختیا غوښتنه یې وکړه.مولوي قدرت الله جمال وویل چې د اسلامي امارت په بیاواکمنۍ سره، ځوانانو ته د روزنې، کاري فرصتونو د رامنځته کولو او نورو برخو کې ډېر کارونه ترسره شوي دي؛ خو دغه کارونه کافي نه دي او ټول په ګډه باید د هغوی د لا ځواکمنتیا لپاره هڅې وکړي.هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو په برخه کې د فعالو مؤسسو د فعالیت ملاتړ او د بېلابېلو پروژو په تطبیق کې یې پوره همکاري کوي.په پای کې، د چارو پر لا همغږۍ، د همکاریو پر پراختیا، د ځوانانو له وړتیاوو او نوښتونو څخه پر استفادې او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرولو او د دغه شان غونډو پر دوام ټينګار وشو.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او بېلابېلو مؤسسو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه
Sources
Afghan sources
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او بېلابېلو مؤسسو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه