Kabulافغانستانامنیتدری

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana… — Ariananews

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-21 16:30:28🎙 رادیو را بشنوید

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده. آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري. د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی. د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي. په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي. ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې، چې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-21 16:30:28

خط زمانی

  1. Ariananews

    Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

منابع

Afghan sources

AriananewsPS
2026-09-21 07:08:22

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button