افغانستانامنیتدری

فولکر تورک: د ښځو حقونه باید له طالبانو سره د تعامل محور وي — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-21 20:10:46🎙 رادیو را بشنوید

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک وایي، د ښځو حقونه باید له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په مرکز کې وي. نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې وویل، نړۍ په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې لازم دریځ نه دی نیولی. دوی وایي، یوازې د جکړې درېدل د سولې د ټینګښت په معنا نه‌ده؛ بلکې بشپړه سوله هغه مهال راتلای شي، چې په هېواد کې خلک له نا امنۍ، وېرې او جبر پرته ژوند وکړي.د دوی په وینا، سولې ته د رسېدو لپاره افغانانو ګڼې قربانۍ ورکړې دي، سولې ته د رسېدو په لاره کې یې د کورنۍ له غړو نیولي د بدن تر غړو پورې له لاسه ورکړي او ګڼ افغانان د جکړو له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.د پکتیا ولایت ۴۸کلن اوسېدونکی خیرالله (مستعار نوم) وایي، پر خپلې لور یې «سوله» نوم اېښی چې ښایي له برکته یې په هېواد کې سوله راشي. خیرالله وایي، له هغه وخت نه چې کم عمره زلمی و له خپل پلار او نېکه یې د سولې خبرې اوریدلې او دغه لړۍ تر اوسنیو ځوانانو هم را رسېدلې ده.خیرالله وایي، چې په اوسنیو ځوانانو کې هومره د سولې جذبه نه‌شته لکه په دوو پخوانیو نسلونو کې چې وه. هغه یې لامل دا ګڼي، چې ښایي خلک له دغه غوښتنې…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-21 20:10:46

خط زمانی

  1. AF International

    فولکر تورک: د ښځو حقونه باید له طالبانو سره د تعامل محور وي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-21 18:02:36

فولکر تورک: د ښځو حقونه باید له طالبانو سره د تعامل محور وي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button