افغانستانامنیتدریکونړ

ملګرو ملتونو د پاکستان په هوائي برید کې د افغان ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړل

در حال تکمیلSecurityکونړ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-22 02:05:02🎙 رادیو را بشنوید

ملګرو ملتو د افغانستان په کونړ باندې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د درو افغان ملکي وګړو وژل کېدل او د څلورو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي. یوناما په داسې حال کې په کونړ کې د پاکستان د پوځ په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړي چې تر دې مخکې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د خپل هېواد هوايي بریدونه تایید کړي او وئیلي یې وو چې د «غضب للحق» په نوم د پاکستان پوځي عملیات به له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره دوام ولري. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت همدارنګه ادعا کړې چې پر افغانستان د سهار وختي په هوايي بریدونو کې ۲۸ ترهګر وژل شوي دي او پاکستانيو ځواکونو د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره لازم احتیاطي اقدامات ترسره کړي دي.

اطلاعات کوتاه

مکانکونړ
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-22 02:05:02

خط زمانی

  1. Parstoday

    ملګرو ملتونو د پاکستان په هوائي برید کې د افغان ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړل

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-09-22 02:01:24

ملګرو ملتونو د پاکستان په هوائي برید کې د افغان ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړل

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button