EnglishKabulافغانستانامنیت

فراهي: پر افغانستان د پاکستان بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه شي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-22 07:44:17🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي وایي، پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه شي او اسلامي امارت به په مناسب وخت کې ځواب ورکړي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې پاکستان د دوشنبې په شپه د کونړ او پکتیکا ځینې سیمې بمبار کړې دي؛ په کونړ کې یوه ښځه او دوه نارینه شهیدان شوي او دوې ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي چې ټول ملکي او ځايي اوسېدونکي دي. د هغه په وینا، په پکتیکا کې هم یو کور او یو دوکان په نښه شوي، خو ځاني زیان نه لري. هغه زیاته کړې چې افغانان به دې تېري ته مناسب ځواب ورکړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي نن په سمنګان کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په یوه ورځني سیمینار کې ویلي: «له بده مرغه پاکستان یو ځل بیا زموږ پر ګران هېواد افغانستان برید او بمبار کړی چې په پایله کې یې یو شمېر بې‌ګناه خلک، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، شهیدان او ټپیان شوي دي.» د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې، فراهي ویلي چې د افغانستان پر ولایتونو د پاکستان بریدونه به د اسلامي امارت له لوري بې‌ځوابه پاتې نه شي او «اسلامي امارت…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-22 07:44:17

Timeline

  1. Pajhwok

    فراهي: پر افغانستان د پاکستان بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه شي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-22 12:12:19

فراهي: پر افغانستان د پاکستان بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه شي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button