بامیان (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د بامیان سیمهییز مسوولین وايي، د روان کال له پیله راهیسې د دغه ولایت له تاریخي، لرغونو، تفریحي او سیاحتي ځایونو څه باندې ۵۰۰ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده. د بامیان د والي ویاند صبور فرزان سیغاني پژواک ته وویل، د دغه ولایت تاریخي ابدې، لرغوني ځایونه او طبیعي سیمې هر کال د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ګڼ شمېر سیلانیان ور جذبوي. هغه زیاته کړه، د روان کال له پیل څخه تر اوسه د بامیان له تاریخي او سیاحتي ځایونو څه باندې ۵۰۰ زره کسانو لیدنه کړې چې د کورنیو سیلانیانو ترڅنګ شاوخوا ۱۵۰۰ بهرني سیلانیان هم پکې شامل دي. د هغه په خبره، ډېری بهرني سیلانیان د فرانسې، ایټالیا، امریکا، ټایوان، چین، پولنډ، هند، ایران، هسپانیا، جرمني، سویس، روسیې او انګلیستان څخه دغه ولایت ته سفر کړی او له بېلابېلو تاریخي، طبیعي او سیاحتي ځایونو یې لیدنه کړې ده. هغه زیاته کړه، د سیلانیانو د زیاتوالي لامل په دغه ولایت کې د امنیت ټینګښت، د سیاحت برخه کې د اسانتیاوو برابرول او د اړوندو خدمتونو وړاندې کول دي. سیغاني وویل، سیلانیانو د بودا د پخوانیو مجسمو سیمې، د دغو مجسمو شاوخوا سمڅې، غلغلې ښار، ضحاک ښار، د ککرک دره او تاریخي سمڅې، قازان دره، بابُر دره او یو شمېر نور لرغوني ځایونه لیدلي دي. د نوموړي په وینا، د بامیان له…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
تېرو شپږو میاشتو کې د بهرنیو په ګډون څه باندې ۵۰۰ زره سیلانیانو له بامیانه لیدنه کړې ده
سرچینې
Afghan sources
تېرو شپږو میاشتو کې د بهرنیو په ګډون څه باندې ۵۰۰ زره سیلانیانو له بامیانه لیدنه کړې ده