EnglishKabulSportsافغانستان

د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ سیالیو لپاره له زرو ډېرو لوبغاړو… — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-22 10:20:11🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ (APL) دویم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو نوم‌لیکنه پای ته رسېدلې او له زرړ ډېرو لوبغاړو نومونه ثبت کړي چې ۵۰۰ یې بهرنیان دي. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند نن پژواک ته وویل چې د افغانستان کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ «APL» دویم پړاو سیالیو لپاره له ۱۰۰۰ څخه ډېرو لوبغاړو نوم‌لیکنه کړې ده. هغه زیاته کړه، په یادو لوبغاړو کې ۵۰۰ یې بهرنيان دي. د نوموړي په خبره د یادو سیالیو لپاره نوم‌لیکنه د روانې سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې وه او په ۱۹مه پای ته ورسېده. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ به د روان ۲۰۲۶ کال په وروستۍ ربع کې ترسره شي. دغه‌راز، د افغانستان کرکټ غوره لیګ سیالیو کې پنځه لوبډلې ګدون کوي. د یادونې ده، د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ لومړی پړاو په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوی و.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-09-22 10:20:11

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ سیالیو لپاره له زرو ډېرو لوبغاړو نوم‌لیکنه کړې ده

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-22 14:49:42

د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ سیالیو لپاره له زرو ډېرو لوبغاړو نوم‌لیکنه کړې ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button