DevelopmentKabulافغانستاندری

د څو تابلوګانو له جوړولو تر کارخونې؛ په کابل کې د دوو هنرمندو… — Pajhwok

در حال تکمیلDevelopmentKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-22 10:39:36🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د اریا صدیقي په نوم یوې نجلۍ، وروسته له هغه چې لوړې زده‌کړې ترې پاتې شوې، د تابلو جوړولو هنر یې زده کړ، په دې برخه کې یې خپل فعالیت د څو تابلوګانو له جوړولو پیل کړ، اوس یې کار کارګاه ته پراختیا پیدا کړې او له خپلې خور سره په ګډه نندارتونونو کې ګډون کوي او ترڅنګ یې د خلکو فرمایشونه هم اخلي. ۲۲ کلنه اریا صدیقي وايي، له ښوونځي تر فراغت وروسته یې چې د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه ورته برابره نه شوه، هنري کارونو ته مخه کړه او پرېکړه یې وکړه چې د شبکه‌کارۍ یا تابلو جوړولو هنر زده کړي. هغې پژواک ته وویل چې د ژورنالېزم له څانګې سره یې ډېره لېوالتیا درلوده، خو ونه توانېده په دې برخه کې لوړې زده‌کړې وکړي. صدیقي زیاته کړه چې یاد هنر یې له خپلې یوې ملګرې زده کړ او د دغه هنر زده ‌کولو ته یې شاوخوا شپږ میاشتې وخت ورکړ. د نوموړې په خبره: «کله چې مې له خپلې استادې زده‌کړه کوله، یوازې غوښتل مې د ځان لپاره څو تابلوګانې جوړې کړم، خو له هماغو څو تابلوګانو مې کار دغه ځای ته راورسېد او اوس د مشتریانو لپاره ډېرې تابلوګانې جوړوم.» اریا خپل فعالیت له شپږ زره افغانیو په کمه پانګه پیل کړ؛ خو د هغې په وینا، د کار له…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-22 10:39:36

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د څو تابلوګانو له جوړولو تر کارخونې؛ په کابل کې د دوو هنرمندو خویندو کیسه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-22 15:09:12

د څو تابلوګانو له جوړولو تر کارخونې؛ په کابل کې د دوو هنرمندو خویندو کیسه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button