KabulSportsافغانستاندری

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د برازیل په شپږاړخیز ټورنمنټ کې ګډون… — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-22 11:17:11🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د برازیل په کوربه‌توب په شپږ اړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په برازیل کې د «Copa das Nações de Futsal» په نوم د فوټسال په شپږ‌اړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي. سرچینه زیاتوي، دغه سیالۍ د اکټوبر له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې پورې د برازیل د پارانا ایالت په «سائو ژوزه دوس پینهایس» ښار کې ترسره کېږي. خبرپاڼه کې راغلي، په دغو سیالیو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په ‌B ګروپ کې د جاپان او پیرو هېوادونو له ملي لوبډلو سره لوبېږي. د دغو سیالیو په A ګروپ کې بیا د برازیل، اندونیزیا او کېپ‌ورد ملي لوبډلې برخه لري. د فوټبال فدراسیون ویلي چې د برازیل په دغو سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د سفر او هوټل کې د اوسېدو ټول لګښتونه دوی ورکوي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-22 11:17:11

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د برازیل په شپږاړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-22 15:41:53

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د برازیل په شپږاړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button