Summary: د جاپان په کوربه توب د شلم پړاو اسیايي المپیکي لوبو د ووشو سیالیو په لړ کې افغان لوبغاړي حمید اشرفي خپل سیال ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لار وموندله، خو شهزاده ساپي د خپل هندي سیال پر وړاندې ماتې وخوړه. د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو له مخې، په یادو سیالیو کې حمید اشرفي د ۶۵ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د مکاو له استازي سره سیالي وکړه او په بریا سره یې راتلونکي پړاو ته لار وموندله.همدارنګه، شهزاده ساپي د ۵۶ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې له هندي سیال سره مخامخ شو، خو سیالي یې وبایلله.د افغانستان په استازیتوب د ووشو په سیالیو کې اووه کسیزه لوبډله ګډون لري.افغان ووشو لوبډلې تر دې دمه په ترسره شویو درېیو سیالیو کې دوه بریاوې خپلې کړې او یوه سیالي یې بایللې ده.د شلم پړاو اسیايي المپیکي لوبې د سپټمبر په ۱۹مه د جاپان په ناګویا ښار کې د اسیا د ۴۵ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون په ۴۱ ورزشي څانګو کې پیل شوې دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د جاپان په کوربه توب اسیايي المپیکي سیالۍ؛ حمید اشرفي بل پړاو ته لار ومونده
Sources
Afghan sources
د جاپان په کوربه توب اسیايي المپیکي سیالۍ؛ حمید اشرفي بل پړاو ته لار ومونده