افغانستانامنیتپنجشېردری

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana… — Ariananews

در حال تکمیلSecurityپنجشېر1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-22 16:38:56🎙 رادیو را بشنوید

د روسیې د سېلانیانو ۲۲ کسیزه ډله بدخشان ولایت ته ورسېده او ټاکل شوې، چې د واخان ولسوالۍ او د دې ولایت له یو شمېر طبیعي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړي. په بدخشان کې د افغان‌ټور دولتي شرکت مسوول ظهورالله فخري ويلي، دغو سېلانیانو د پنجشېر له لارې کران او منجان ولسوالۍ ته ځانونه رسولي او وروسته د بدخشان سیاحتي سیمو ته تللي دي. واخان له طبیعي ښکلا، غرنیو منظرو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د بدخشان له مهمو سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي. د مسوولانو د څرګندونو له مخې، روسي سېلانیان به د خپل سفر پر مهال د بدخشان له طبیعي منظرو او سیمو څخه لیدنه وکړي. دغه راز افغان‌ټور دولتي شرکت ويلي، د ۲۰۲۶ز.کال په تېرو درې‌میاشتو کې یې له ۱۵۰ ډېرو بهرنيو سېلانیانو د بدخشان له تاریخي، لرغونو او طبیعي سیمو څخه د لیدنې ملتیا کړې ده. واخان دهلیز له لوړو غرونو، طبیعي درو، یخچالونو او ځانګړي ژويو سره د افغانستان له هغو سیمو څخه دی، چې لږ پېژندل شوې دي او په وروستیو کلونو کې یې طبیعت او سیاحت ته د بهرنیو سیلانیانو پام ور اوښتی دی. حکومتي مسوولان وايي، د سیاحت د صنعت د پراختیا، د خدمتونو د ښه‌والي او د افغانستان د طبیعي، تاریخي او فرهنګي جاذبو د پېژندنې لپاره هڅې روانې دي. د کونړ په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳…

اطلاعات کوتاه

مکانپنجشېر
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-22 16:38:56

خط زمانی

  1. Ariananews

    Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

منابع

Afghan sources

AriananewsPS
2026-09-22 08:00:03

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button