د اسیا المپیک لوبې؛ د ووشو لوبې افغان لوبغاړو د برونزو ۲ مډالونه… — AF International
افغان ووشوکارانو د جاپان په ناګویا ښار کې، د اسیا د المپیکي لوبو پر مهال د برونزو دوه مډالونه وګټل. په دغو سیالیو کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماتې ورکړی ده. د افغانستان کرېکټ بورډ د سپټمبر پر ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ابدالیان د اسیايي لوبو د کرېکټ سیالیو لپاره د جاپان د ایچي ولایت ناګویا ښار ته رسېدلي دي. د اسیايي لوبو د رسمي مهالوېش له مخې، د افغانستان او جاپان ترمنځ لوبه د سپټمبر پر ۲۴مه د سهار په ۹ بجو پیلېږي. افغانستان، جاپان او نیپال د نارینهوو د کرېکټ سیالیو په «الف» ګروپ کې شامل دي. د نارینهوو د کرېکټ په سیالیو کې ۱۰ لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. افغانستان، جاپان او نیپال په «الف» ګروپ کې او هانګ کانګ، مالیزیا او عمان په «ب» ګروپ کې دي. هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا بیا د خپلو درجهبندیو له مخې په مستقیم ډول د سیالیو د پړاو اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار موندلې ده. د دواړو ګروپونو دوه غوره لوبډلې به هم د اتو غوره لوبډلو پړاو ته ووځي. افغانستان به له جاپان وروسته د سپټمبر پر ۲۵مه د نیپال پر وړاندې خپله دویمه ګروپي لوبه ترسره کړي. د دې دوو سیالیو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د اسیا المپیک لوبې؛ د ووشو لوبې افغان لوبغاړو د برونزو ۲ مډالونه وګټل
سرچینې
Afghan sources
د اسیا المپیک لوبې؛ د ووشو لوبې افغان لوبغاړو د برونزو ۲ مډالونه وګټل