Kabulافغانستانامنیتدری

د سالنګونو لویه لار د چنګاښ له ۱۹مې وروسته د ټېلري موټرو پر… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-06-30 13:31:15🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې چارو د چټکتیا لپاره به یاده لار د روانې چنګاښ میاشتې له ۱۹مې نېټې وروسته د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شي او له موټرچلوونکو یې غوښتي چې تر یادې نېټې مخکې خپل بارونه انتقال کړي. د ټولګټو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې پیل شوې او دا مهال یې په بېلابېلو برخو کې کار روان دی. سرچینه کاږي چې د دې مهمې او ستراتیژیکې پروژې د چارو د چټک او معیاري تطبیق لپاره به د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ له ۱۹مې نېټې وروسته د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې د ټېلري وسایطو پر مخ تړلې وي. وزارت له ټېلري موټرو له چلوونکو غوښتي چې تر ټاکلې نېټې مخکې خپل بارونه دواړو لورو ته ولېږدوي او له هغه وروسته دې د سالنګونو له لارې له تګ راتګه په کلکه ډډه وکړي، څو د بیارغونې د چارو د تطبیق مخه ونه نیول شي. د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، له ټېلري موټرو پرته نور باروړونکي او مسافروړونکي وسایط کولای شي د ترافیکي اصولو او د سالنګونو د مسوولینو د لارښوونو له مخې، پر یاده لویه لار په عادي ډول تګ راتګ وکړي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-06-30 13:31:15

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د سالنګونو لویه لار د چنګاښ له ۱۹مې وروسته د ټېلري موټرو پر مخ تړل کېږي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-06-30 10:18:06

د سالنګونو لویه لار د چنګاښ له ۱۹مې وروسته د ټېلري موټرو پر مخ تړل کېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button