EnglishKabulPoliticsافغانستان

افغانستان او اوزبېکستان د طوطي‌میدان ګازي بلاک برخه کې د شته ستونزو پر… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-23 06:02:03🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د افغانستان او اوزبېکستان چارواکو د طوطي‌میدان ګازي بلاک د وضعیت، د قرارداد د عملي کېدو پر وړاندې د شته ستونزو او د دغو ستونزو د حل لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا خبرې کړې دي. د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د پټرولیم اړوند چارو د ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ تخنیکي پلاوي په تاشکند کې د اوزبېکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره په دې اړه ناسته کړې ده. سرچینه زیاتوي چې په دې ناسته کې د طوطي‌میدان ګازي بلاک د وضعیت او د قرارداد عملي کېدو پر وړاندې د شته تخنیکي او مالي ستونزو په اړه بحث او د دغو ستونزو د حل لپاره د دواړو لورو پر ګډو هڅو ټینګار وشو. د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي ویلي، هغه مهال چې د اوزبېکستان پلاوي د طوطي‌میدان ګازي بلاک د ستونزو د حل لپاره افغانستان ته سفر کړی و، د ستونزو د ګډې ارزونې او د حل لپاره یې د عملي اقداماتو په موخه ۱۲۰ ورځې وخت ټاکل شوی و. د وزارت پلاوي ډاډ ورکړی، هره هغه موضوع چې د افغانستان په اسلامي امارت پورې اړه ولري، د ستونزو د حل او د پروژې د پرمختګ لپاره به لازمې همکارۍ وکړي او اسانتیاوې به برابرې کړي. په خبرپاڼه کې راغلي…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-23 06:02:03

Timeline

  1. Pajhwok

    افغانستان او اوزبېکستان د طوطي‌میدان ګازي بلاک برخه کې د شته ستونزو پر حل خبرې وکړې

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-23 10:30:57

افغانستان او اوزبېکستان د طوطي‌میدان ګازي بلاک برخه کې د شته ستونزو پر حل خبرې وکړې

Open original source

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button