افغانستانامنیتپښتوغور

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana… — Ariananews

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-06-30 14:31:16🎙 راډیو واورئ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیل‌زاد د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انټونیو ګوټرش له هغې غوښتنې وروسته، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدا غوښتنه کړې؛ له اسلام‌آباد وغوښتل، چې ډیپلوماټیکو حل‌لارو ته مخه کړي. خلیل‌زاد په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان او پاکستان غوښتي، چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېدي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي. هغه زیاته کړې؛ افغانستان څو ځله ویلي، چې ډیپلوماټیکه حل‌لاره غوره بولي او د کړکېچ د کمولو لپاره یې څو وړاندیزونه هم کړي دي. د امریکا پخواني ځانګړي استازي پوښتنه کړې:« آیا په پاکستان کې واکمن جوړښت به د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنې ته غوږ ونیسي؟» خلیل‌زاد د خپلې څرګندونې په پای کې لیکلي: «هیله لرم همداسې وشي، خو په دې اړه ډېر خوش‌بین نه یم.» د خلیل‌زاد دغه څرګندونې په داسې وخت کې راپورته کیږي، چې د پاکستاني پوځي رژیم له وروستیو بریدونو وروسته ملګرو ملتونو هم د تاوتریخوالي د سمدستي درېدا او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده. هند د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او د افغانستان د حاکمیت پر ملاتړ یې ټینګار وکړ د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د سابو، مېوو او وچو شېدو پر وارداتو تعرفې لوړې شوې دي – د کرنې وزیر د…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-06-30 14:31:16

مهالوېش

  1. Ariananews

    Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

سرچینې

Afghan sources

AriananewsPS
2026-06-30 09:00:08

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button