افغانستانامنیتدری

مکرون: د یوه هېواد په بمبارۍ حکومت نه بدلېږي — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-23 08:15:07🎙 رادیو را بشنوید

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون له اې‌بي‌سي نیوز سره په خبرو کې د ایران د جګړې په اړه ویلي: «زما په باور دا به د عملي کېدو وړ نه وي، چې د یوه هېواد په بمبارۍ دې نوی حکومت واک ته ورسېږي». هغه ټینګار وکړ: «دغه لاره پایله نه‌ورکوي». میترا مهران، ګیسو یاري او اصیلا وردک، چې په دې ناسته کې یې ویناوې وکړې، ټینګار وکړ چې افغان ښځې باید د افغانستان د راتلونکي په اړه د هر سیاسي بهیر په مرکز کې وي.«د ښځو له نظرونو پرته سیاسي بهیر د ناکامۍ له ګواښ سره مخ دی»د ښځو د حقونو فعالې میترا مهران وویل چې افغان ښځې پوهېږي کومو اقداماتو ورته پایله ورکړې، کوم ناکام شوي او د افغانستان د راتلونکي لپاره څه غواړي.هغې ټینګار وکړ چې هر هغه سیاسي بهیر چې د افغان ښځو غوښتنې او لیدلوري په پام کې ونه نیسي، له پیله د ناکامۍ له ګواښ سره مخ دی.اغلې مهران له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره له هر ډول سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل څخه ډډه وکړي چې د دې ډلې د اړیکو عادي کولو یا مشروعیت ورکولو لامل کېږي.هغې وویل: «که په یوه سیاسي بهیر کې داخل شو، خو جنسیتي اپارتاید په رسمیت ونه پېژنو، نو د ستونزې له ریښې سره مبارزه نه کوو، بلکې یوازې له پایلو سره یې چلند کوو».ګیسو یاري: له ۲۰۰…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-23 08:15:07

خط زمانی

  1. AF International

    مکرون: د یوه هېواد په بمبارۍ حکومت نه بدلېږي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-23 06:13:59

مکرون: د یوه هېواد په بمبارۍ حکومت نه بدلېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button