هلمند؛ د يوه کانال د سربند او محافظتي دېوال د جوړولو چارې پيل… — Bakhtar
Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت، په هلمند کې د يوه کانال د سربند او محافظتي دېوال د جوړولو چارو د پيل خبر ورکړی دی. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ په لوړو اسحاق زو کلي کې د څه باندې ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت؛ د یوې پراختیايي پروژې د عملي کولو چارې پيل شوې. ويل شوي چې په دې پروژه کې د ۱۴۹ مترو په اوږدوالي د کانال سربند او ۱۱۶۹ مترو په اوږدوالي د محافظتي دېوال جوړول شامل دي. هېره دې نه وي چې د یادې پروژې د تطبيق په بهیر کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د موسمي بارانونو او سېلابونو له زیان څخه خوندي شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
هلمند؛ د يوه کانال د سربند او محافظتي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې
Sources
Afghan sources
هلمند؛ د يوه کانال د سربند او محافظتي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې