Politicsافغانستانپښتو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د… — Bakhtar

روان خبرPolitics1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-23 16:37:35🎙 راډیو واورئ

Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د لا ښه تطبیق په موخه، د دغه وزارت له کارکوونکو سره اصلاحي ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د دعوت او ارشاد رئیس او د بېلابېلو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.په پیل کې د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالسلام آغا سعید، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په اړه چې د ادارو د کارکوونکو د سیرت او صورت، د لمانځه ادا کولو او د عقیدوي درسونو د ترسره کولو اړوند دي؛ مفصل معلومات وړاندې کړل.وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د اسلامي شریعت د ارزښت او اهمیت او په ټولنه کې د هغه د تطبیق په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: اسلامي امارت د ډېرو قربانیو او سرښندنو په پایله کې حاکم شوی او ساتنه یې د ټولو مسئولیت دی.هغه د جماعت لمانځه ادا کولو د فضیلت، د عقیدوي درسونو د تدریس، د اسلامي شریعت مطابق د سیرت او صورت د رعایت او په ټولنه کې د اسلامي فرهنګ د ترویج په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.د فرهنګ او هنر معین د یادو ریاستونو له کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل یووالی، ورورولۍ او همغږي وساتي او له نفاق او قومي تعصباتو څخه ډډه وکړي.

لنډ معلومات

موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-23 16:37:35

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو او احکامو د لا ښه تطبیق په موخه ناسته ترسره شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-23 14:49:35

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو او احکامو د لا ښه تطبیق په موخه ناسته ترسره شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button