افغانستانامنیتدریکنړ

د څلورو کارخونو مسؤلین: په کنړ کې د ترکاڼۍ په سلګونو کارخونې تړل… — Amu TV

در حال تکمیلSecurityکنړ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-23 16:37:42🎙 رادیو را بشنوید

د څلورو نجاریو مسؤلینو آمو ته ویلي دي چې په کنړ ولایت کې د طالبانو د مسؤلینو له خوا د لرګینو جوړ شویو محصولاتو او وسایلو پر لېږد لګول شوي بندیز د سلګونو نجاریو د تړل کېدو او د زرګونو کسانو د بې‌کارۍ سبب شوی دی. د دوی په وینا، تر دغه بندیز وړاندې زرګونه کسان د دغو محصولاتو د تولید او لېږد په برخه کې پر کار بوخت وو. عبدالوکیل، چې یو نجار دی، آمو ته وویل: «د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی. بې‌کاره کېږي. لرګي هم خرابېږي او د خلکو هیلې پرې کېږي.» د کنړ د څوکۍ ولسوالۍ یوه برخه د نجاري صنعت له مهمو مرکزونو څخه ده، چې په‌کې د لرګینو ساختماني محصولاتو سلګونو کارخانو فعالیت درلود. طالبانو واک ته تر بیا رسېدو نږدې یوه میاشت وروسته، د ۲۰۲۱ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې وویل چې ځنګلونه ملي سرمایه ده او له همدې امله یې له کنړ څخه پاکستان ته د لرګیو لېږد منع کړ. حاجي مدیر، نجار، آمو ته وویل: «د چا دروازه پاتې ده او د چا چوکاټ. خلک غوسه دي. موږ وایو چې زموږ په محصولاتو دې حکومت هم پیاوړی شي او د خلکو کارونه دې هم روان شي. زموږ غوښتنه دا ده چې دا بندیز ژر تر ژره لرې شي؛ ځکه نجاران تل له پیرودونکو سره په نښته او لاسو ګرېوان دي.»…

اطلاعات کوتاه

مکانکنړ
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-23 16:37:42

خط زمانی

  1. Amu TV

    د څلورو کارخونو مسؤلین: په کنړ کې د ترکاڼۍ په سلګونو کارخونې تړل شوې دي | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-23 11:51:25

د څلورو کارخونو مسؤلین: په کنړ کې د ترکاڼۍ په سلګونو کارخونې تړل شوې دي | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button