په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق ویلي، هغه ټولنه دوامدار ثبات، سوکالۍ او عدالت ته نه شي رسېدای چې نیمایي وګړي یې له زدهکړو، ګډون او پرېکړو کولو بېبرخې وي. په طالبانو کې ځینې کسان د حمزه بن لادن د ثبت شوې ویډیو په خپرېدو کې ایران ښکیل ګڼي او ویل کیږي له تهران نه په دې چاره «ناراضه» دي. هغوی په دې باور دي، چې تهران غواړي کابل په یوه دوه لار کې واقع کړي. طالبان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي د خلیج هېوادونو او ایران ترمنځ په روانو شخړو کې بې پرې دریځ وساتي، خو تهران به په دې ترینګلو شرایطو کې د اوږده وخت لپاره د طالبانو پرمخ خپلې دروازې«بې امتیازه» پرانېستې ونه ساتي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او ایف بي ای هم سیف العدل د القاعدې جګپوړی مشر بولي او وايي چې هغه په ایران پورې تړلی دی. داېف بي ای په معلوماتو کې د هغه د ۲۰۱۲ کال انځور په تهران کې اخیستل شوی ښودل شوی، خو ځینو سرچینو شمالي وزیرستان ته هم له دې وړاندې د هغه تګ او راتګ تایید کړی دی. د ایران او القاعدې ترمنځ ژور مذهبي او ایډیالوژیک اختلافونه شته، خو په سیمه کې د شخړو په بېلابېلو پړاوونو کې یې د تاکتیکي او مصلحتي اړیکو شواهد هم شته. ایران له ۲۰۰۳…
Quick facts
Timeline
-
AF International
نصیر احمد فایق: د ټولنې د نیمایي وګړو په محرومیت سره دوامدار ثبات نه شي راتلای
Sources
Afghan sources
نصیر احمد فایق: د ټولنې د نیمایي وګړو په محرومیت سره دوامدار ثبات نه شي راتلای