Kabulافغانستانامنیتپښتو

د اسیا د اقتصادي ودې کمېټې مشر: غړي هېوادونه له جګړه ځپلي افغانستان… — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-23 20:19:54🎙 راډیو واورئ

د اسیایي هیوادونو د اقتصادي ودې کمېټې مشر د طالبانو د رييس‌الوزرا د دفتر له رييس سره په انلاین‌غونډه کې ویلي، خپل غړي هېوادونه له جګړه ځپلي افغانستان سره مرستو ته هڅوي. طالب لوري بیا ویلي، له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره د خپلو اصولو او عنعناتو مطابق د نېک تعامل غوښتونکي دي. په طالبانو کې ځینې کسان د حمزه بن لادن د ثبت شوې ویډیو په خپرېدو کې ایران ښکیل ګڼي او ویل کیږي له تهران نه په دې چاره «ناراضه» دي. هغوی په دې باور دي، چې تهران غواړي کابل په یوه دوه لار کې واقع کړي. طالبان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي د خلیج هېوادونو او ایران ترمنځ په روانو شخړو کې بې پرې دریځ وساتي، خو تهران به په دې ترینګلو شرایطو کې د اوږده وخت لپاره د طالبانو پرمخ خپلې دروازې«بې امتیازه» پرانېستې ونه ساتي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او ایف بي ای هم سیف‌ العدل د القاعدې جګپوړی مشر بولي او وايي چې هغه په ایران پورې تړلی دی. داېف بي ای په معلوماتو کې د هغه د ۲۰۱۲ کال انځور په تهران کې اخیستل شوی ښودل شوی، خو ځینو سرچینو شمالي وزیرستان ته هم له دې وړاندې د هغه تګ او راتګ تایید کړی دی. د ایران او القاعدې ترمنځ ژور مذهبي او ایډیالوژیک اختلافونه شته، خو په سیمه…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-23 20:19:54

مهالوېش

  1. AF International

    د اسیا د اقتصادي ودې کمېټې مشر: غړي هېوادونه له جګړه ځپلي افغانستان سره مرستو ته هڅوو

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-23 17:27:02

د اسیا د اقتصادي ودې کمېټې مشر: غړي هېوادونه له جګړه ځپلي افغانستان سره مرستو ته هڅوو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button