د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې پر یو شمېر اروپايي هېوادونو فشار راوړي څو د دوی استول شوي دیپلوماتان ومني. د جرمني د اېن ډي ار تلویزیون د څېړنو له مخې، طالبان د فشار لپاره کونسلي خدمتونه، په ځانګړي ډول د پاسپورټونو د صادرولو موضوع کاروي. په برلین کې د افغانستان سفارت، چې اوس د طالبانو په واک کې دی، هره ورځ لسګونه افغان مراجعین لري چې د پاسپورټونو، د میراث اسنادو، زېږون سندونو او نورو کونسلي خدماتو لپاره ورځي، خو د اېن ډي ارد راپور له مخې، څو اونۍ مخکې د جرمني له ګاونډیو هېوادونو څخه د ورتلونکو افغانانو لپاره دغه خدمات درول شوي دي. د راپور له مخې، کابل سفارت ته لارښوونه کړې، چې له جرمني بهر اروپامیشتو افغانانو ته دې نور په برلین کې اسناد نه ور کوي. د افغانستان پخواني دیپلومات او د طالبانو مخالف حمید کبیري اېن ډي ار ته ویلي چې طالبان له دې لارې پر افغانانو فشار راوړي او همداراز غواړي پر اروپايي حکومتونو فشار واچوي چې د طالبانو دیپلوماتان ومني. داېن ډي ارد راپور له مخې، د طالبانو هدف دا دی چې د جرمني په څېر په نورو اروپايي هېوادونو کې هم د دې ډلې استول شوي ډیپلوماتان ومنل شي. په بروکسل، پاریس، جنیوا او ویانا کې د افغانستان سفارتونه لا هم د هغو دیپلوماتانو تر کنټرول لاندې دي…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟
Sources
Afghan sources
د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟