د کندهار په نهمه ناحیه کې د «شهید نقیب الله» په نامه دیني مدرسې ته د ناوخته ورتلو له امله یو ماشوم په ملا ۷۰ لښتې وهل شوی دی. د وهل شوي ماشوم «محمد ظریف» کورنۍ وايي، په دې پېښه کې د قاري نعمان په نامه یو تن ښکیل دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې پر یو شمېر اروپايي هېوادونو فشار راوړي څو د دوی استول شوي دیپلوماتان ومني. د جرمني د اېن ډي ار تلویزیون د څېړنو له مخې، طالبان د فشار لپاره کونسلي خدمتونه، په ځانګړي ډول د پاسپورټونو د صادرولو موضوع کاروي. په برلین کې د افغانستان سفارت، چې اوس د طالبانو په واک کې دی، هره ورځ لسګونه افغان مراجعین لري چې د پاسپورټونو، د میراث اسنادو، زېږون سندونو او نورو کونسلي خدماتو لپاره ورځي، خو د اېن ډي ارد راپور له مخې، څو اونۍ مخکې د جرمني له ګاونډیو هېوادونو څخه د ورتلونکو افغانانو لپاره دغه خدمات درول شوي دي. د راپور له مخې، کابل سفارت ته لارښوونه کړې، چې له جرمني بهر اروپامیشتو افغانانو ته دې نور په برلین کې اسناد نه ور کوي. د افغانستان پخواني دیپلومات او د طالبانو مخالف حمید کبیري اېن ډي ار ته ویلي چې طالبان له دې لارې پر افغانانو فشار راوړي او همداراز غواړي پر اروپايي حکومتونو فشار واچوي چې د طالبانو دیپلوماتان…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په کندهار کې یو ۷ کلن ماشوم مدرسې ته د ناوخته تلو له امله ۷۰ لښتې وهل شوی
منابع
Afghan sources
په کندهار کې یو ۷ کلن ماشوم مدرسې ته د ناوخته تلو له امله ۷۰ لښتې وهل شوی