Kabulافغانستانامنیتپښتو

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-24 04:17:23🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۵): د خوست او کندهار سیمه‌ییزې سرچینې وايي، پاکستان نن سهار د دواړو ولایتونو پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي، خو ، په دغو بریدونو کې چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې. د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز پژواک ته وویل چې د پاکستان پوځي رژیم نن سهار شاوخوا درې‌نیمې بجې د دغه ولایت د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلانو پر کمپ او همدا راز مرکز ته څېرمه او د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالیو په مربوطاتو کې هوايي بریدونه کړي دي. هغه وویل چې یاد بریدونه مرګ‌ژوبله نه لري. دغه راز، یوې سرچینې پژواک ته وویل چې پاکستان نن سهار په کندهار ولایت کې هم پر یوه سیمه هوايي برید کړی دی. د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې یاد برید د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې پر یوې شاړې ځمکې شوی او مرګ‌ژوبله نه لري. پاکستان د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه د کونړ او پکتیکا ځینې سیمې هم بمبار کړې وې. چارواکي وایي په کونړ کې یوه ښځه او دوه نارینه شهیدان شوي او دوې ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي وو چې ټول ملکي او ځايي اوسېدونکي دي. د هوی په وینا، په پکتیکا کې هم یو کور او یو دوکان په نښه شوی و، خو ځاني زیان یې نه درلود….

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-24 04:17:23

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پاکستان په خوست او کندهار کې هوايي بریدونه کړي؛ مرګ‌ژوبله نه لري

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-24 08:46:30

پاکستان په خوست او کندهار کې هوايي بریدونه کړي؛ مرګ‌ژوبله نه لري

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button