EconomyEnglishKabulافغانستان

ټرمپ په یوه کم‌ساري اقدام کې په اندروز اډه کې د شي جین‌پینګ… — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-24 04:47:02🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په اندروز پوځي اډه کې د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ هرکلی وکړ؛ دا په تېرو ۱۱ کلونو کې لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر په دې اډه کې د یوه بهرني مشر هرکلی کوي. رویټرز راپور ورکړی چې شي جین‌پینګ د چهارشنبې په ورځ امریکا ته په درې ورځني سفر ورسېد او ټرمپ له خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ سره یوځای د مریلینډ ایالت په اندروز پوځي اډه کې د شي او د هغه د مېرمنې پینګ لی‌یوان د الوتکې ترڅنګ هرکلی وکړ. د چین د ولسمشر د هرکلي لپاره د الوتکې ترڅنګ شاوخوا سل فوټه اوږد سره غالۍ غوړول شوې وه؛ رویټرز لیکلي چې دا اقدام په امریکا کې د بهرنیو مشرانو د هرکلي له معمولو تشریفاتو سره توپیر درلود. د امریکا د «سي‌سپن» (C-SPAN) ټلوېزیوني شبکې د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې وروستی ځل په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما په همدې اډه کې د پاپ فرانسیس هرکلی کړی و. رویټرز لیکلي، د شي جین‌پینګ دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې امریکا او چین د سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، تایوان، کمیابه معدني موادو او له تهران سره د بیجینګ د اړیکو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو اختلافات لري. ټاکل شوې چې ټرمپ او شي د پنجشنبې…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-09-24 04:47:02

Timeline

  1. Pajhwok

    ټرمپ په یوه کم‌ساري اقدام کې په اندروز اډه کې د شي جین‌پینګ هرکلی وکړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-24 09:16:07

ټرمپ په یوه کم‌ساري اقدام کې په اندروز اډه کې د شي جین‌پینګ هرکلی وکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button