کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند وایي، پر کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې بریدونو کې څلور ملکي وګړي شهیدان شوي دي؛ د هغه په وینا، دا ډول «بېاحتیاطه او کرکجن اقدامات» د افغان ملت غوسه پاروي او د پاکستاني نظامیانو لپاره به ناوړه پایلې ولري. د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې تېره شپه د پاکستاني پوځي رژيم لهخوا یو ځل بیا د افغانستان پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو تېرې او هوايي بمبار وشو. هغه لیکلي چې په یادو بریدونو کې څلور کسان شهیدان شوي دي. مجاهد زیاته کړې: «د افغانستان اسلامي امارت دغه ړانده او بزدلانه بریدونه په کلکو ټکو غندي، د ټولو اصولو خلاف صريحه سرغړونه او ښکاره تجاوز او جنایت یې بولي. د افغانستان اسلامي امارت خلکو ته ډاډ ورکوي چې د پاکستان پوځي رژيم د دغو بې شرمانه تجاوزونو او تیریو په وړاندې به د پریکنده دريځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شي.» ده زیاته کړې: «د دې لپاره چې دغسې بې باکه تجاوز او ظلم توجيه کړي، تېره ورځ پاکستانیو پوځي حلقاتو اوازه خپره کړه چې ګنې له افغانستان څخه د دوی خواته ډرون الوتکې اوښتي، همدا ډول یې یوځل بیا د خپلو داخلي ستونزو په وړاندې د ناتوانیو د توجیه کیدو په موخه پر افغان خاوره هوايي یرغل…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
مجاهد: د پاکستان تجاوزونو ته به د پرېکنده دریځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شي
Sources
Afghan sources
مجاهد: د پاکستان تجاوزونو ته به د پرېکنده دریځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شي