Englishافغانستانامنیتهرات

هرات کې د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت یو سوداګریز مارکېټ جوړېږي — Bakhtar

DevelopingSecurityهرات1 SourcesUpdated: 2026-09-24 16:42:14🎙 Listen to radio

Summary: په هرات ښار کې د ۵ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې د یوې ۱۲ پوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې. د یادې پروژې مسوول عمران احدي باختر اژانس ته ویلي، چې یاده ودانۍ به د سوداګریزو فعالیتونو ترڅنګ د استوګنې لپاره هم لازم امکانات ولري او په ټولیز ډول به ۱۲ اپارتمانونه پکې جوړ شي. نوموړي زیاته کړې، چې د ودانۍ د جوړولو چارې به د ټاکل شویو ساختماني معیارونو له مخې ترسره شي او ټول پړاوونه به د تخنیکي او ساختماني اصولو په رعایت سره بشپړ شي. ورته مهال، د هرات د ښار جوړونې رئیس غازي عبدالله اکبري وویل، چې د لوړپوړو ودانیو د جوړولو پر مهال باید د ښار تاریخي او فرهنګي جوړښت، د سیمې ځانګړتیاوې او ساختماني معیارونه په پام کې ونیول شي. یو شمېر سوداګرو او پانګه‌والو په هرات کې د لوړپوړو ودانیو جوړول د مسکن او سوداګرۍ په برخو کې د پانګونې ښه فرصت وباله او ویې ویل، چې د دې برخې پراختیا کولای شي د استوګنې اړتیاوو په پوره کولو او د اقتصادي فعالیتونو په پراخېدو کې اغېزمن وي. دوی له نورو پانګه ‌والو هم وغوښتل، چې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې خپلې پانګې په بېلابېلو برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي او عمراني پراختیا کې ونډه واخلي.

Quick facts

Locationهرات
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-24 16:42:14

Timeline

  1. Bakhtar

    هرات کې د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت یو سوداګریز مارکېټ جوړېږي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-24 16:34:24

هرات کې د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت یو سوداګریز مارکېټ جوړېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button