Summary: د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په میانکو سیمه کې د ۱۳ میلیونه ۷۵۷ زره افغانیو په لګښت د «میانکو» په نوم یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د هلمند د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، دغه بند د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي ملاتړ د ۱۰ میاشتو په موده کې جوړ شوی دی. د هلمند د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس ملا محمود ثاني ویلي، چې دغه بند د ۲۰۰ زره متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. د نوموړي په وینا، له یاد بند څخه به ۸۴۰ کورنۍ ګټه واخلي. ورته مهال د هلمند والي مولوي امانالدین منصور د دغه بند جوړېدل د وچکالۍ د اغېزو د راکمولو په برخه کې مهم وبلل او د سیمې له اوسېدونکو یې د پروژې د پلي کېدو پر مهال د همکارۍ له امله مننه وکړه.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
هلمند کې د نږدې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو کوچنی بند جوړ شو
Sources
Afghan sources
هلمند کې د نږدې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو کوچنی بند جوړ شو