افغانستانامنیتپښتو

د فرهنګ او هنر معین: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي او… — Bakhtar

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-24 16:42:19🎙 راډیو واورئ

Summary: د (ASLO) مؤسسې رئیس عبدالسلام احمدي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین شیخ عبدالرحمن طیبي سره وکتل. باختر اطلاعاتي اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د یادې مؤسسې مشر په افغانستان کې د خپلې مؤسسې پر موخو، کاري پلانونو او فعالیتونو معلومات ورکړي او ویلي یې دي: د فرهنګ او هنر په برخه کې موږ فعالیتونه او برنامې ترسره کړې او په راتلونکي کې هم غواړو په فرهنګي برخه کې د فرهنګ او هنر معینیت په همکارۍ او همغږۍ د اړتیا وړ خدمتونه ترسره کړو.هغه، د فرهنګي همکارۍ په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معینیت سره د همکاریو هوکړه لیک د لاسلیک وړاندیز کړی او د فرهنګ او هنر په برخه کې یې د کاري لومړیتوبونو د مشخصولو موضوع مطرح کړې ده.دغه راز د فرهنګ او هنر معین د دغه معینیت د همکارۍ ډاډ ورکړی، چې د فرهنګ او هنر په ټولو برخو کې کولای شي د هوکړه لیک په اډانه کې خپلې همکارۍ او فعالیتونه تر پخوا لا ګړندۍ کړي او په دې برخه کې د اړتیا تر بریده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په ځانګړي توګه د فرهنګ او هنر معینیت، ستاسو د لازمو او اړتیا وړ فرهنګي او هنري برنامو د تطبیق لپاره زمینه برابروي.د فرهنګ او هنر معین ویلي چې د هوکړه لیک له مخې به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت د اړتیا وړ کاري لومړیتوبونه مشخص او ترسره کولو لپاره به یې اړینې کاري برنامې او پروژې مشخصې کړای شي او یاده مؤسسه دې د هغو په پلې کولو کې اساسي ونډه واخلي.د کتنې په پای کې، هوکړه شوې چې د همکاریو د عمومي هوکړه لیک مسوده په ګډه چمتو شي او د وزارت د اړوندو څانګو په همغږۍ د رسمي پړاوونو له تېرولو وروسته به یې د پلي کولو هڅې وکړي.

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-24 16:42:19

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د فرهنګ او هنر معین: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي او هنري برنامو د تطبیق لپاره زمینه برابروي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-24 08:42:30

د فرهنګ او هنر معین: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي او هنري برنامو د تطبیق لپاره زمینه برابروي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button