KabulPoliticsافغانستانپښتو

کانګو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ ۴۱ کسان مړه شوي — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-25 05:18:29🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۵): د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت د تانګانیکا جهیل کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه او ۴۹ نور ژغورل شوي دي. اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې کښتۍ د پېښې پر مهال شاوخوا ۱۰۰ مسافر او یوه اندازه بار لېږدول. د تانګانیکا ولایت د ترانسپورټ وزیر نوریس مولونګويي ویلي چې د هغو مسافرو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي چې تر اوسه ورک دي. د راپور له مخې، کښتۍ د پنجشنبې په ورځ د تانزانیا له کیګوما بندر څخه د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت د کالیمي ښار پر لور روانه وه چې د «ماپیرا» کلي ته څېرمه ډوبه شوه. د راپورونو له مخې، په کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د کښتیو د پېښو له امله هر کال ګڼ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دغه هېواد ډېری کښتۍ له ټاکلي ظرفیت څخه د ډېرو مسافرو او بار لېږدولو له امله له خطر سره مخ دي او په ځینو کې د ژغورنې لازم تجهیزات هم نه وي. دا په څه کم یوه میاشت کې د کیګوما ـ کالیمي پر مسیر د یوې کانګویي کښتۍ دویمه پېښه د؛ د اګسټ په ۲۸مه «ام‌وي پاسیفیک» کښتۍ د کیګوما په بندر کې د سون‌توکو د بارولو پر مهال اور واخیست او وچاودېده چې شپږو عملې غړو په کې ژوند له لاسه ورکړ او یو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-25 05:18:29

مهالوېش

  1. Pajhwok

    کانګو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ ۴۱ کسان مړه شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-25 09:48:22

کانګو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ ۴۱ کسان مړه شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button