EnglishKabulPoliticsافغانستان

درېیو امریکايي رسنیو د قاضي له حکم وروسته بیا سپینې ماڼۍ ته لاسرسی… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-25 06:42:37🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د درېیو امریکايي رسنیو خبریالان وروسته له هغه بېرته سپینې ماڼۍ ته ننوتل چې یوه فدرالي قاضي د هغوی د لاسرسي د بندیز د لغوه کولو امر وکړ. د اسوشیټېډپرېس د راپور له مخې، سي‌اېن‌اېن، اېم‌اېس ناو او پولیټیکو شبکې د څو ورځو لپاره سپینې ماڼۍ ته له ننوتو منع شوې وې؛ خو قاضي تیموتي کیلي تېره ورځ (پنجشنبه) امر وکړ چې د دغو درېیو رسنیو د خبریالانو لاسرسی بېرته برقرار شي. قاضي کیلي ویلي، دغو درېیو رسنیو د موقتي قضايي حکم د ترلاسه کولو لازم شرایط پوره کړي او احتمال شته په خپله قضیه کې ثابته کړي چې د دوی د خبریالانو د ننوتو اجازه‌لیکونه د قانوني بهیر له رعایت پرته لغوه شوي دي. د دغه حکم له صادرېدو وروسته، د سپینې ماڼۍ چارواکو د خبریالانو د ننوتو کارتونو د بېرته فعالولو بهیر پیل کړ او د دغو درېیو رسنیو خبریالانو ته د پنجشنبې په ورځ د ننوتو اجازه ورکړل شوه. خو سي‌اېن‌اېن او اېم‌اېس ناو ویلي چې خبریالانو ته یې په سپینه ماڼۍ کې د دولتي مېلمستیا لپاره د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ د راتګ په مراسمو کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه. د قاضي حکم د ۱۴ ورځو لپاره اعتبار لري او نوموړي دواړو لورو ته د اکتوبر تر پنځمې پورې وخت ورکړی، څو د اوږدمهاله…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-25 06:42:37

Timeline

  1. Pajhwok

    درېیو امریکايي رسنیو د قاضي له حکم وروسته بیا سپینې ماڼۍ ته لاسرسی وموند

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-25 11:11:28

درېیو امریکايي رسنیو د قاضي له حکم وروسته بیا سپینې ماڼۍ ته لاسرسی وموند

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button