Summary: د نورستان ولایت مرکز پارون اړوند د چتراس په سیمه کې د یوه ډاټسن موټر د چپه کېدو له امله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د نورستان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدحسن ثاقب باختر اژانس ته ویلي، چې یاده پېښه نن غرمه رامنځته شوې، چې له امله یې یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې امنیتي مسوولین د پېښې سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره د نورستان ولایتي روغتون ته لېږدولي دي. د ثاقب په وینا، لومړني معلومات ښيي چې یاده پېښه د موټر د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.
اطلاعات کوتاه
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-09-25 16:42:51
خط زمانی
-
Bakhtar
نورستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنو ته مرګژوبله اوښتې
منابع
Afghan sources
BakhtarPS
2026-09-25 13:34:19
نورستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنو ته مرګژوبله اوښتې