Summary: د نیمروز ولایت امنیتي مسوولین وایي، چې ۴۷۳ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګلمحمد «قدرت» باختر اژانس ته ویلي، چې یاد روږدي کسان د صادق نظري له ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه تر بشپړې درملنې وروسته او د محکمې، امنیې قوماندانۍ او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مدیریت د ګډ پلاوي په حضور کې په رسمي ډول خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې ۵۶ تنه نور په نشه يي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه ۱۰۰۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي. د هغه په وینا، په یاد روغتون کې روږدو کسانو ته د درملنې ترڅنګ یو شمېر دیني او عقیدوي زدهکړې هم ورکول کېږي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
نیمروز کې نږدې ۵۰۰ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول
Sources
Afghan sources
نیمروز کې نږدې ۵۰۰ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول