کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، ایران له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره اووه ورځنۍ طرحه وړاندې کړې چې د جګړو درول هم پکې شامل دي؛ خو امریکايي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد ولسمشر دغه وړاندیز رد کړی او تمه لري چې د نومبر له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران هوايي بریدونه بېرته پیل شي. الجزیرې پرون راپور ورکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دغه پلان په نیویارک کې خبریالانو ته تشریح کړی دی. د راپور له مخې، د ایران وړاندیز د منځګړو له لارې واشنګټن ته رسول شوی او موخه یې د امریکا او ایران ترمنځ د هغې مخکنۍ هوکړې د شرایطو بیا عملي کول دي چې د جون په میاشت کې پرې سلا شوې وه. الجزیره لیکي، د دغې طرحې له مخې امریکا باید د اوو ورځو په موده کې د تهران ځینې شرطونه عملي کړي، څو د اوربند د خبرو د بیا پیلېدو او د سمندري محدودیتونو د پای ته رسېدو زمینه برابره شي. ټاکل شوې وه چې د اووه ورځنۍ مودې په وروستۍ ورځ د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې سملاسي پیل شي. الجزیرې د نیویارک ټایمز په حواله لیکلي چې د ایران په طرحه کې د اوو ورځو په موده کې د غزې او…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
ټرمپ د ایران اووه ورځنۍ طرحه رد کړه؛ تهران د جګړې د درولو او د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې وه
سرچینې
Afghan sources
ټرمپ د ایران اووه ورځنۍ طرحه رد کړه؛ تهران د جګړې د درولو او د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې وه