د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ډزو، یوې ادعا شوې بېپیلوټه الوتکې برید او نورو پېښو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي. شهباز شریف د جمعې ورځې په ناوخته (د تلې ۳مه) په ملګرو ملتونو کې د خپلې وینا په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې دغه وسلهوالې ډلې په افغانستان کې دننه پټنځایونه لري او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او لاسوهنې باید سمدستي او په بشپړه توګه ودرول شي. شهباز شریف په خپلو خبرو کې وویل: «د افغانستان خاوره د ټيټيپي او بياېلاې له خوا کارول کېږي. دغه ډلې چې د بهرنیو هېوادونو له خوا تمویلېږي، په افغانستان کې پټنځایونه لري او هدف یې د پاکستان بېثباته کول دي». نوموړي زیاته کړه، چې طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې پوره کړي او داسې پرېکنده او د تایید وړ ګامونه پورته کړي، چې دا ډاډ ترلاسه شي د افغانستان خاوره به بیا هېڅکله د پاکستان یا کوم بل هېواد پر ضد نهکارول کېږي. د پاکستان لومړي وزیر همدارنګه د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پر درناوي ټینګار وکړ او پرې د طالبانو لګېدلي بندیزونه یې وغندل. شریف د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان قربانیو ته په اشارې سره وویل، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې کې یې ۱۰۰ زره وګړي وژل شوي او…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په بلوچستان کې بېلابېلو پېښو لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي
منابع
Afghan sources
په بلوچستان کې بېلابېلو پېښو لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي