د افغانستان د مخکېني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وایي، د طالبانو پر وړاندې د افغانانو مبارزه د بهرنیو ځواکونو له حضور سره تړاو نه لاره او په وینا یې افغانانو د دغو ځواکونو له راتګ مخکې هم له طالبانو سره جګړه کوله. ریچارډ بېنېټ د جمعې په ورځ (د تلې ۳مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یوې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت په زیاتېدونکي ډول د «جنسیتي اپارتاید» په توګه توصیف کېدای شي او نړیواله ټولنه باید دغه وضعیت په همدې نوم په رسمیت وپېژني. هغه زیاته کړه، چې افغان ښځې د دې موضوع د مطرح کولو په لومړۍ کرښه کې دي او نړیواله ټولنه باید د هغوی غږ واوري. هغه «جنسیتي اپارتاید» د «جنسیت پر بنسټ د بنسټیز شوي تبعیض، بېلتون، واکمنۍ او ځپنې نظام» وباله او ویې ویل، د دې اصطلاح کارول باید له همدا اوس څخه پیل شي؛ په ورته وخت کې د دې اصطلاح د قانوني کېدو او په رسمیت پېژندلو هڅې هم باید روانې وي. د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې کړنې یو شان نهوې. د هغه په وینا، د سرغړونو د ثبت او حساب ورکونې په برخه کې یو شمېر پرمختګونه شوي، خو که د بریا معیار د افغانانو، په…
Quick facts
Timeline
-
AF International
صالح: د طالبانو پر وړاندې د افغانانو مبارزه د بهرنیو ځواکونو له حضور سره تړاو نه درلود
Sources
Afghan sources
صالح: د طالبانو پر وړاندې د افغانانو مبارزه د بهرنیو ځواکونو له حضور سره تړاو نه درلود