EconomyEnglishKabulافغانستان

رپورټ/ د افغانستان د سوداګرۍ خونې رئیس له ایراني سفیر سره د اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-26 09:32:58🎙 Listen to radio

کابل – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي، سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو او د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په اړه خبرې وشوې.د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.بلخوا، د ایران سفیر ډاډ ورکړی چې ایراني سوداګر او پانګوال به د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.دواړو لورو همدارنګه د وارداتو او صادراتو پر پراختیا، د ځمکنیو او رېل‌پټلۍ ترانسپورتي لارو پر پراخولو، د بندري اسانتیاوو پر ښه کولو او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده. د دوی په باور، د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې، انرژۍ او رېل‌پټلۍ په برخو کې همکاري کولی شي د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.بلخوا په…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-09-26 09:32:58

Timeline

  1. Parstoday

    رپورټ/ د افغانستان د سوداګرۍ خونې رئیس له ایراني سفیر سره د اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-26 09:28:05

رپورټ/ د افغانستان د سوداګرۍ خونې رئیس له ایراني سفیر سره د اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button