Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د پروژو د کار چټکتیا او غوره کیفیت په موخه غزني، پکتیکا او پکتیا ته سفر کړی او د یو شمیر رغنیزو پروژو کاري بهیر یې ارزولی دی. د ټولګټو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا محمد عيسی ثاني لومړی له غزني – پکتیا او غزني- پکتیکا مسیرونو څخه چې غزنی له یادو دوو ولایتو سره نښلوي لیدنه وکړه او دغه راز د غزني–شرنې د ۴۵ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم له روانو چارو څخه لیدنه وکړه. هغه د پکتیکا د ارګون – سروبي ۲۰ کیلومتره سړک او ځينو نورو رغنیزو پروژو څخه هم لیدنه کړې چې چارې روانې دي. ملا ثاني، په پکتیا کې هم د يو شمېر رغنيزو پروژو چارې له نږدې ارزولې دي. د ټولکټو وزیر د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسئولینو ته د کار چټکتیا، غوره کیفیت او د پروژو پر وخت بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د ټولګټو وزیر په غزني، پکتیکا او پکتیا کې د يو شمېر پروژو کاري بهير وارزاوه
سرچینې
Afghan sources
د ټولګټو وزیر په غزني، پکتیکا او پکتیا کې د يو شمېر پروژو کاري بهير وارزاوه