Summary: د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وايي چې په تېره یوه میاشت کې له دغه ولایت څخه د څه باندې ۹ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت صنعتي او تولیدي محصولات ګاونډیو هېوادونو ته صادر شوي دي. د هرات د صنایعو او کانونو خونې رئیس محمد ناصر امین په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې اوس مهال په بېلابېلو برخو کې ۱۱۵ تولیدي فابریکې بهرنیو هېوادونو ته د خپلو محصولاتو د صادرولو ظرفیت لري.نوموړي د صادراتو په بهیر کې د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د کورنیو تولیداتو او صنعتي فابریکو ملاتړ کولی شي د صادراتو د زیاتوالي او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا زمینه برابره کړي.په همدې حال کې، د هرات د کرنیزو محصولاتو خونې رئیس د تېر کال په پرتله د کرنیزو او حیواني محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړ او ویې ویل، چې په تېر یوه کال کې له هرات څخه ۱۷ زره ۷۰۵ ټنه کرنیز او حیواني محصولات صادر شوي، چې له دې درکه شاوخوا ۲۸ میلیونه امریکايي ډالر عواید ترلاسه شوي دي.د هرات د کسبګرو خونې مرستیال هم د صادراتو په برخه کې د اړینو امکاناتو او اسانتیاوو کمښت د کسبګرو او تولیدوونکو له عمده ستونزو څخه وباله او د تولیدي کارخونو او اړوندو اقتصادي برخو د ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.د هرات د درېیو اقتصادي خونو مسوولین وايي چې د صادراتو د زیاتوالي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره باید په ولایت کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
له هرات څخه ګاونډیو هېوادونو ته د څه باندې ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي
Sources
Afghan sources
له هرات څخه ګاونډیو هېوادونو ته د څه باندې ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي