د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر، محمود سیادت، ویلي چې د بانکي ستونزو له امله د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پراختیا له خنډونو سره مخامخ ده، خو د یوه رسمي بانکي او مالي پلاتفورم په جوړېدو سره به دوهاړخیزه سوداګري اسانه او د درېیمو هېوادونو پر اسعارو تکیه کمه شي. تاند خبري سایټ د ایران د نورنیوز په حواله لیکلي چې د محمود سیات په وینا، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ، بانکي بندیزونه او د منځګړو مالي سیستمونو او درېیمو اسعارو، په ځانګړې توګه د امریکايي ډالر، کارول دي. سیادت وویل، که څه هم په لنډمهال کې د سوداګرۍ د دوام لپاره له دودیزو تبادلو او صرافیو څخه کار اخیستل ضروري دي، خو د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې منځمهاله او اوږدمهاله تګلاره د یو رسمي مالي او بانکي چوکاټ رامنځته کول دي. هغه زیاته کړه چې د دوی اصلي موخه دا ده چې د ریال او افغانۍ ترمنځ اوسنی غیررسمي او دودیز تصفیوي سیستم په یوه رسمي بانکي او مالي پلاتفورم بدل کړي، او د دې هدف لپاره یو شمېر بنسټیزې پروژې تعقیبوي. د نوموړي په وینا، لومړنی ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسعارو د تصفیې مرکز (Currency Clearing Center) یا منځګړي مالي سویچ جوړول دي، څو سوداګر وکړی شي د امریکايي ډالر…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
د ایران او افغانستان ترمنځ راکړه ورکړه به په افغانۍ او ریال واړول شي
Sources
External sources
د ایران او افغانستان ترمنځ راکړه ورکړه به په افغانۍ او ریال واړول شي