Kabulافغانستانامنیتپښتو

د نورستان امنیه قومانداني: کامدېش کې ۲۱ وسله‌وال وژل شوي او ۳۲ نور… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-27 04:37:03🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): د نورستان امنیه قومانداني وايي چې تېره ورځ د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې هغه مهال ۲۱ وسله‌وال ووژل شول او ۳۲ نور ژوندي ونیول شوي چې غوښتل یې له فرضي کرښې د افغانستان خاورې ته راواوړي. د نورستان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي: «د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال د شر او فساد ډلې پر وړاندې نښته رامنځته شوه چې یادې ډلې غوښتل له فرضي کرښې د افغانستان خاورې ته راواوړي.» خبرپاڼه کې راغلي چې د سیمې امنیتي ځواکونو د یادې ډلې د راتګ په مسیر کې له وړاندې کمین نیولی و، چې د نښتې په پایله کې د دې ډلې ٢١ کسان وژل شوي او ٣٢ نور ژوندي نیول شوي دي. امنیې قوماندانۍ د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې له نیول شوو کسانو یو شمېر ټپیان هم دي. د نورستان امنیتي مسوولینو ویلي چې امنیتي ځواکونه د هېواد د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ولس د امنیت د ساتنې برخه کې بشپړ چمتووالی لري او هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د تخریبي، ناامنیو او نورو ورانکارو فعالیتونو لپاره استفاده وکړي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-27 04:37:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د نورستان امنیه قومانداني: کامدېش کې ۲۱ وسله‌وال وژل شوي او ۳۲ نور نیول شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-27 09:03:34

د نورستان امنیه قومانداني: کامدېش کې ۲۱ وسله‌وال وژل شوي او ۳۲ نور نیول شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button