Kabulافغانستانامنیتدری

په کابل کې د تېلو بیې تر لس سلنې ډېرې لوړې شوې؛ پلورونکي… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-01 01:46:55🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د کابل ښار په بازارونو کې د تېلو بیې د تېرو دوو ورځو په پرتله تر لس سلنې ډېرې لوړې شوې دي. پلورونکي دغه لوړوالی د نړیوال بازار د بدلونونو او سیمه‌ییزو کړکېچونو پایله بولي، خو موټرچلوونکي د لګښتونو له زیاتېدو او عایداتو له کمېدو شکایت کوي او د نفتي توکو د بیو د جدي څار غوښتنه کوي. د یادونې ده چې نن، سه‌شنبه د سرطان ۹مه، د یوه لېتر پټرولو بیه ۷۵ افغانۍ او د یوه لېتر ډیزلو بیه ۷۰ افغانۍ ده، په داسې حال کې چې دوه ورځې مخکې د یوه لېتر پټرولو بیه ۶۶ افغانۍ او د یوه لېتر ډیزلو بیه ۶۵ افغانۍ وه. د کابل ښار د وزیراباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي حکمت‌الله محمدي د تېلو د بیو د لوړېدو لامل د امریکا او ایران ترمنځ د بریدونو بیا پیلېدل وبلل او ویې ویل چې اوسمهال له ایران څخه افغانستان ته تېل نه واردېږي. هغه زیاته کړه: «یوازې شمال پاتې دی، هغه هم سرک یې خراب دی او کار پرې روان دی؛ یوه ورځ له یوې خوا ټېلرونه پرېږدي، بله ورځ له بلې خوا وقفه رامنځته کېږي. یوازې د حیرتان له لارې راځي؛ کله چې واردات کم شي، بیې لوړېږي.» بلخوا، د کابل ښار د شهرنو د تېلو ټانک مدیر نقیب‌الله نجیم وايي چې نن د دوو ورځو مخکې په…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-01 01:46:55

خط زمانی

  1. Pajhwok

    په کابل کې د تېلو بیې تر لس سلنې ډېرې لوړې شوې؛ پلورونکي یې لامل نړیوال بازار بولي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-06-30 14:35:54

په کابل کې د تېلو بیې تر لس سلنې ډېرې لوړې شوې؛ پلورونکي یې لامل نړیوال بازار بولي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button