KabulSportsافغانستانپښتو

دوو افغان ورزشکارانو د بدن ښکلا او فیټنس اسیايي سیالیو کې د سپینو… — Pajhwok

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-27 07:02:03🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د بدن ښکلا او فیټنس ملي فدراسیون وایي، د بدن ښکلا او فټنس د ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې نایب مبارز د سپینو زرو او صفي‌الله غفاري د برونزو مډالونه اخیستي او دغه‌راز مبارز د اسیا په کچه د کال د غوره ورزشکار‌ مقام هم خپل کړی دی. د افغانستان د بدن ښکلا او فیټنس ملي فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن د ټایلنډ په کوربه‌توب ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو د درېیمې ورځې په لړ کې صفي‌الله غفاري په مثبت ۱۰۰ کیلوګرام وزن کې د برونزو مډال اخیستی او په دغو سیالیو کې یې درېیم مقام خپل کړی دی. سرچینه زیاتوي، په دغو سیالیو کې نایب مبارز په خپل وزن کې دویم مقام ترلاسه کړی او په ۹۰ کیلوګرام وزن کې د سپینو زرو مډال اخیستی او د دغو سیالیو د ټولو داورانو د رایو په پایله کې یې د اسیا په کچه د ۲۰۲۶ کال د بدن ښکلا د غوره ورزشکار په توګه وپېژندل شو. سرچینې لیکلي، همدارنګه په دغو سیالیو کې عبدالشکور پیمان په مثبت ۹۰ کیلوګرام وزن کې پنځم مقام ترلاسه کړی دی. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، ۵۸م پړاو اسیایي سیالۍ د ټایلنډ هېواد په بنکاک ښار کې د ۲۴ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۲۲مه پیل…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-09-27 07:02:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    دوو افغان ورزشکارانو د بدن ښکلا او فیټنس اسیايي سیالیو کې د سپینو زرو او برونزو مډالونه اخیستي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-27 11:29:34

دوو افغان ورزشکارانو د بدن ښکلا او فیټنس اسیايي سیالیو کې د سپینو زرو او برونزو مډالونه اخیستي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button